*تر ټولو ښه او تر ټولو بد سړی*
موسى عليه السلام بني اسراېلو ته وویل : ستاسو تر ټولو ښه سړی راولئ! هغوی یو سړی ورته راوست، موسى عليه السلام هغه ته وویل: ته په دوی کې تر ټولو ښه سړی یې؟! هغه ورته وویل: دوی همداسې ګومان کوي! موسى عليه السلام ورته وویل: ته ولاړ سه! تر ټولو بد سړی راوله، سړی ولاړ، څه وخت وروسته یوازې ورغی! موسى عليه السلام ورته وویل: تر ټولو بد سړی دې راوست؟ هغه ورته وویل: زه له ټولو بني اسراېلو ځان ښه پېژنم، اصلا زه تر ټولو بد سړی یم، ځکه زه یوازې راغلم او بل څوک مې رانوست! موسى عليه السلام ورته وویل: واقعا ته دوی کې تر ټولو ښه سړی یې. كتاب الزهد - لأحمد. | REAB