سېلاب ځپلو کورنیو سره مرسته په ډېرې خواشینۍ سره، وروستیو ویجاړوونکو سېلابونو زموږ هېوادوالو ته درانه زیانونه اړولي دي. لسګونه کورنۍ له مالي او ځاني زیانونو سره مخ شوې او ګڼ شمېر کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي. په دې سختو شرایطو کې زرګونه کورنۍ عاجلو مرستو ته اړتیا لري. د خوراکي توکو کمښت، د څښاک پاکو اوبو نشتوالی، د سرپناه له منځه تلل او د ژوند لومړنیو امکاناتو نشتوالی د هغوی ستونزې لا پسې زیاتې کړې دي. سربېره پر دې، ډېر ماشومان بې‌سرپرسته پاتې شوي او بیړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري. ستاسو مرسته په داسې حالاتو کې یوازې مالي ملاتړ نه دی، بلکې د انساني همدردۍ او ایماني مسؤولیت څرګندونه ده. 📱 تاسو کولای شئ همدا اوس د ۶۵۰ شارټ‌کوډ له لارې مرسته وکړئ: د خپل موبایل له لارې ۶۵۰ ته زنګ ووهئ، لارښوونې واورئ او د خپل توان مطابق مرسته وکړئ. همدارنګه، د SMS له لارې هم مرسته کولای شئ؛ د پیغام په برخه کې د مرستې اندازه ولیکئ او ۶۵۰ ته یې واستوئ. 📡 دا خدمت دا مهال په روشن، افغان بیسیم او اتصالاتو شبکو کې فعال دی. 💰 د مرستې ټاکلې اندازې: ۲۰؋، ۵۰؋، ۱۰۰؋، ۲۵۰؋، ۵۰۰؋، ۷۵۰؋، ۱۰۰۰؋، ۳۰۰۰؋، ۵۰۰۰؋ 💻 همچنان، تاسو کولای شئ د ورکړل شوي لینک له لارې آنلاین مرسته وکړئ (لینک په کمنټ یا ډسکرېپشن کې). 💸 که غواړئ آفلاین مرسته وکړئ، کولای شئ د حوالې یا ویسټرن یونین له لارې خپله مرسته واستوئ. 📲 واتساپ: +93 777 222 178 🌍 یادونه: هغه هېوادوال چې له هېواده بهر ژوند کوي، کولای شي د آنلاین لینک له لارې خپله مرسته ترسره کړي. | REAB