ډېری وخت موږ یوازې د جمعې، اختر، یا فاتحې په ورځ د دین خبرې اورو، خو دا دوام نه لري. که موږ رښتیا غواړو د اسلام په اړه پوهه ترلاسه کړو، باید له سیرت‌النبي ﷺ پیل وکړو. زه به د سیرت‌النبي کتابونه په پښتو او دري ژبو د ډاونلوډ لپاره په ټیلیګرام چینل کې شریک کړم. وروسته د خلفاء راشدینو، اصحابو کرامو، او د اسلامي خلافتونو لکه د عباسي او عثماني امپراتورۍ په اړه مطالعه وکړئ. د لا زیاتو دیني معلوماتو لپاره، کولای شئ د کوهستاني یوټیوب چینل تعقیب کړئ — هغوی پاک، کره او ګټور دیني درسونه وړاندې کوي. 📚 د علم زده‌کړه د ایمان بنسټ دی #اسلامي_معلومات #سیرت_النبي #IslamicKnowledge #SeeratUnNabi #Kohistani #LearnIslam #islam | REAB