قابلیت که تمرین؟ د "قابلیت" لفظ او تصور داسې مشهور کړل شو چې خلکو، په ځانګړې توګه ماشومانو، محنت کم کړ ځکه دوی فکر کوي چې شاید دوی کې قابلیت نشته. خو دا خبره سمه نه ده—اصل طاقت په تمرین کې دی، او تمرین د محنت نه ډېر تړاو لري نسبت قابلیت ته. هر کار د پیل مخکې د ډېرو خلکو په ذهن کې دا پوښتنه راګرځي چې: "ایا زه به دا کار وکړای شم که نه؟" یعنې په ناعمدي توګه د خپل قابلیت په اړه فکر کوي، او همدا سوچ د هغوی موټیویشن یو وخت لوړ او یو وخت کموي. یو شی په ځان تجربه کړئ: قابلیت هېر کړئ، ټول فوکس یوازې په تمرین وکړئ… اوس راته ووایئ، لا هم موټیویشن ژر ختمېږي؟ Practice Makes Man Perfect تمرین انسان کمال ته رسوي. ماهرِ نفسيات عماد رحمان | REAB