نلسن منډیلا په عمري قید د باغي په نوم زنداني شو خو بالاخره د زندان له تورو دیوالو راووت ولسمشر شو. ګاندي یې د مدني نافرماني په جرم انګریزانو زندان ته خطا کړ لوی رهبر ترې جوړ شو. حاجي مرزاعلي خان ایپي فقیر د انګریزانو سره جګړو کې هغوی داسې مزاحم و چې هغوی به ورته پیری ویل همدا پیری د پښتانه د طلایي تاریخ برخه شو. وزیر اکبر خان باندې باغي او د ورانکاري نوم کیښودل شو هغه د افغان ولس له پښو د غلامۍ زنځیرونه وشلول. د ازادۍ د لارې لارویان بې محاسبې میدان ته نه راووځي ددې لارې لپاره خدای تعالی ځینې انسانان خاص کړي وي چې هغوی هرې قربانۍ سره راوځي ډاکټر صیب ماهرنګ بلوچ د بلوچ قوم لور ده نو هغه څوک یې چې زندانونو کې شکنجه کوي نو بلوچ به یې بې محاسبې خوشې نه کړي او د بلوچ سرمچارو لاسونه د کرنیلانو او جرنیلانو ګریوانو پورې رسیدلی شي. د ازادۍ لاره به سخته او اغزنه وي په سکروټو به مزل وي مګر د اسارت او مریتوب له ژونده ډېره مقدسه او اسانه ده. د استقلال مبارزین به باغیان،ترهګر،ډار اچونکي او فتنه ګر وبلل شي خو همدا د خپلو ملتونو رښتیني قهرمانان وي. | REAB