ګناه، که کوچنۍ وي یا لويه، د انسان په ژوند کې یوه خطرناکه خنډ ده. هر عمل چې موږ ترسره کوو، هغه زموږ  نه هېڅ پټ نه دی، ځکه الله پاک (جل جلاله) زموږ د اوږو پر دواړو خواوو دوې فرشتې ګمارلې دي—چې زموږ ټول عملونه، که ښه وي که بد، ثبتوي: {مَا يَلْفِظُ مِن قَوْلٍ إِلَّا لَدَيْهِ رَقِيبٌ عَتِيدٌ} یعنې: انسان هېڅ خبره نه کوي، مګر دا چې یو مراقب (فرښته) ورته چمتو ده چې لیکنه کوي. نو موږ باید دا درک کړو چې ګناه یوازې یو شخصي تېروتنه نه ده، بلکې دا یو بار دی چې زموږ په نامَ اعمال کې لیکل کېږي، زموږ د روح سکون تښتوي، زموږ ایمان ته ضرر رسوي، او الله جل جلاله ته مو خفه کوي. خو تر دې هم بده دا ده چې زموږ ځینې ګناهونه نه یوازې موږ ته زیان رسوي، بلکې د الله نور بندګان هم ترې ځورېږي — لکه غیبت، بهتان، دروغ، ظلم، د حق خوړل، حسد، تکبر، یا بې انصافه چلند. دا ټول هغه اعمال دي چې نه یوازې خالق ﷻ ناراضه کوي، بلکې مخلوق ته هم اذیت رسوي. که نشرات مو خوښیږي نو یو لایک هم ورکوی❤️👍 | REAB