موږ ته بنسټيزې چارې لومړیتوب لري! ننګرهار کې د هغه ښوونځي ودانۍ جوړیږي، چې زده‌ کوونکو یې کلونه تر شنه اسمان لاندې په باد، باران او ګرمۍ کې زده‌ کړې کولې. دا د ننګرهار ولایت، مومند درې ولسوالۍ اړوند د ګردي کڅ سیمه کې د تورخم جلال اباد په لویه لار تقریباً د ۱۵ کلونو څخه پرته له ودانۍ زده کوونکو زده کوې کولې او له بده مرغه څو ځلې د ترافيکي پېښو له أمله زده کوونکو ته زیانونه هم رسيدلي ؤ. الحمدلله د قمر خیریه بنسټ له لورې د $40000 په ارزښت د یوې خوندي او معیاري ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې. دا ښوونځی ٣١٥ متر مربع ساحه کې د اووه لویو خونو او څلورو تشنابونو په درلودلو سره معماریږي، چې د زلزلې او اړونده تخنیکي مسایل هم په نظر کې نیول شوي. او یوه مهمه خبره داده چې د ښوونځي ټول ساختماني مواد به د وطني تولیداتو څخه استفاده کیږي او تر څنګ به یې د هغې سیمې کاریګر او ځوانانو هم د څو میاشتو لپاره په کار بوخت وي. راځئ تاسو هم له موږ سره په دې خیر کار کې برخه واخلئ او د یوې کورنۍ ژوند ته بدلون ورکړې! WhatsApp: 077 722 2178 تاسو اوس کولی شئ د خپل موبایل له لارې د ۶۵۰ شمېرې په ډایل کولو سره د ۲۰ څخه تر ۵۰۰۰ افغانیو پورې د خپل موبایل کریډیټ له لارې له اړمنو کورنیو سره مرسته وکړئ! 📱 د مرستې طریقې: 1️⃣ د زنګ وهلو طریقه: ۶۵۰ ته زنګ ووهئ، لارښوونه واورئ او د خپل توان مطابق مرسته وکړئ. دا خدمت اوس مهال په روشن او افغان بیسیم شبکو کې فعال دی. 2️⃣ د پیغام (SMS) لیږد طریقه: د پیغام برخې (SMS) ته لاړ شئ، د مرستې اندازه ولیکئ او ۶۵۰ ته یې واستوئ. دا خدمت اوس مهال په روشن، افغان بیسیم او اټوما شبکو کې فعال دی. یادونه: هغه ورونه او خویندې چې له هېواده بهر ژوند کوي، د هغوې لپاره د مرستې لینک په لومړي کمنټ کې دی. | REAB