جمعه د اسلام په سپېڅلو ورځو کې ځانګړی مقام لري. په حدیثونو کې راغلي چې جمعه د اونۍ تر ټولو غوره ورځ ده، او پکې ځانګړې عبادتونه، دعاګانې او درود ویل ډېر اجر لري.
د جمعې د ورځې سنتونه لکه:
- د سورۀ الکهف تلاوت
- درود شریف ویل
- غسل کول
- عطر وهل
- مسواک کول
- دعا کول
- استغفار ویل
دا سنتونه نه یوازې روح ته سکون ورکوي، بلکې انسان ته د نېکمرغه ژوند پیغام هم ورکوي. دا ډول علمي او ديني یادونې د زدهکړو ترڅنګ معنوي تربیه هم پیاوړې کوي، او دا ښيي چې ښوونیز مرکزونه باید د دیني ارزښتونو په ترویج کې هم ونډه واخلي.
چا چې د جُمعې لمونځ درې ځله پرلپسې د سستۍ له کبله پرېښود په زړه ې مهر لګېږي او بيا به الله تعالی هغه ته د هيڅ نېک عمل توفيق نه ورکوي.
په دې هکله رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
چا چې د جُمعې لمونځ درې ځله په پرلپسې توګه پرېښود، الله تعالی به ې په زړۀ مهر ولګوي.
سنن ابن ماجه ج۳ ۴۴۰، ۱۱۱۵
عبد الله بن عمر (رض) روايت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
چا چې د جُمعې په ورځ د کهف سورت ولوست الله تعالی به د قيامت تر ورځې د هغۀ د پښو لاندې نور وغوړوي چې شغلې به ې د اسمان تر کنارو رسېږي او د دواړو جمعو ترمنځ ې چې څومره ګناهونه کړي وي الله تعالی به ې ورته معاف کړي.
کنز العمال ج۱ ص۳۵۲ | REAB