هند د نړۍ تر ټولو چټک وده کوونکی اقتصاد! د ۲۰۲۶ کال د نړيوالو اقتصادي اټکلونو له مخې، هند د نړیوال GDP د وده په کچه کې مخکښ هېواد ګڼل کېږي. د دې هېواد کلنی اقتصادي وده (Annual Growth Rate) تر نورو لويو اقتصادونو لوړه ده. د هند د تولیدي سکتور (Manufacturing Sector)، معلوماتي ټکنالوژۍ (IT Sector) او خدماتي اقتصاد (Service Economy) چټک پرمختګ د نړیوالو پانګه‌والو د پام مرکز ګرځولی. هند خپل ملي ناخالص تولید (GDP) هر کال په لوړه فیصدي زیاتوي، چې له امله یې د خلکو عاید، د کار موندنې کچه، او تولیدي وړتیا په ثبات سره لوړېږي | REAB