همېشه يوه څېره ساته که دوه څيرې لرې؛ خلکو ته يو مخ ښکاره کوې او تر هغوی پناه بل ډول يې، له دوامداره داخلي کشمکش سره به مخامخ يې، زړه به دې نارامه وي او دا ستا ذهني کراري هم اغېزمنوي. له داسې چلند سره به ته ځان تل کم احساسوې؛ ځکه ته خپله اصلي څېره او شخصیت تر هر چا ښه پېژنې او که دوه مخي کوې، ځان درته بې ارزښته ښکاري او تشويش به لرې چې اصلي څېره دې رسوا نه شي. کوښښ کوه چې پټه څېره دې تر ښکاره ډېره ښه وي؛ ځکه که د خلکو له سترګو پناه يې، خو الله پاک دې ويني او هغه اصلي څارونکی دی. مـــطمئن زړه. | REAB