دوهمه برخه کله چې ته وفات شې: ویل شوي دي وفات وروسته روح اسمان ته پورته کېږي.
د مؤمن روح:
د اسمانونو دروازې ورته پرانیستل کېږي، هر اسمان ته چې ورسېږي، فرښتې یې هرکلی کوي، تر اووم اسمان پورې پورته کېږي، هلته الله تعالی فرمایي: د دې بنده نوم په عليين کې ولیکئ. (مسند احمد، ابوداود)
د کافر روح:
دروازې ورته نه پرانیستل کېږي، له آسمانه بېرته وغورځول شي، الله فرمایي: د ده نوم په سجّين کې ولیکئ.
(سورة المطففين: 7–20)
په عموم کی روح بېرته بدن ته راګرځول کېږي (د قبر لپاره)
کله چې خلک له قبره روان شي، ته یی د څپلو اوازونه اورئ ، لږ وخت وروسته، دوه پرښتې راځي ـ منکر او نکیر.
د دوی دنده دا ده چې په قبر کې درې پوښتنې کوي:
⁉️ستاسې رب څوک ده؟ مَنْ رَبُّكَ
⁉️ستاسې دین څه ده؟ مَا دِينُكَ
⁉️ستاسې پېغمبر څوک ده؟ (صلى الله عليه وسلم) مَنْ نَبِيُّكَ
یا به ته سم ځوابونه ورکوي او بریالی به شې، په نعمتونو به دی سر شي او یا به ګډوډ شې او ناکام به شې په عذابونو به واوړئ.
✅️ د قبر عذاب حق دی (پر قرآن ثابت) سورة غافر: 46
🔶️ کله عذاب پیلېږي؟
۱. کله چې خلک لاړ شي
۲. روح بېرته بدن ته ورننوځي
۳. منکر او نکیر راشي
۴. پوښتنې پیل شي
۵. که ځواب غلط وي → عذاب پیلېږي
✅️ د قبر د عذاب ډولونه:
🖋 قبر تنګېږي تر دې چې هډوکي سره ننوځي
🖋 ماران، لړمان
🖋 د اور لمبې
🖋 وهلو ټکولو
🖋 تورو څېرو فرښتې
🖋 بدبویي، توره فضا
🖋 د دوزخ کړکۍ پرانیستل
📖 حدیث: (ترمذي)
✅️ او که کامیاب شوی نعمتونه به وي
🔶️ د قبر نعمتونه (د مؤمن لپاره)
🖋 قبر پراخېږي تر سترګو ورهاخوا
🖋 رڼا
🖋 خوشبو
🖋 جنتي بستره
🖋 د جنت کړکۍ
🖋 تلپاتې آرام
په قبر کی به ته د قیامت تر ورځې پورې انتظار کوې، بیا به حساب و کتاب کېږي، او پرېکړه به وشي چې ته جنتی یې او که دوزخی. ... 🤲🤲🤲
نو ګرانه لوستونکی په ژوند کی باید څه وکړو چی د قبر عذاب څخه بچ او د جنت مستحق شو.
✅ ۱. قوي ایمان (عقیده) لرل – بنسټ
🔶️ دا تر ټولو مهم اصل دی:
🖋 پر الله جل جلاله ایمان
🖋 پر رسول الله ﷺ ایمان
🖋پر قرآن، ملایکو، قیامت، جنت او دوزخ ایمان
🖋 له شرک، بدعت او کفر څخه ځان ساتل
📖 حدیث: «چا چې لا إله إلا الله په اخلاص وویل، جنت ته به داخل شي.»
✅ ۲. پنځه وخته لمونځ – د قبر د عذاب قوي ساتونکی
پوره لیکنه او اوله برخه لاندی لینک کی وګوری https://www.facebook.com/share/p/1Ft1u7ooGp/ | REAB