دا خبرې لږ وګورئ، يوه يوه کلمه ريښتيا ده . په خلکو به داسې دوکې وختونه راشي، چې پکې دروغجن به رښتینی بلل کېږي، او رښتینی به دروغجن ګڼل کېږي؛ خاین ته به امانت سپارل کېږي، او امین به خاین ګڼل کېږي، او پکې به رويبضه خبرې کوي. پوښتنه وشوه: رويبضه څوک دی؟ نبي ﷺ وفرمایل: هغه کم‌ عقل او بې‌ارزښته سړی چې د خلکو د عامو چارو په اړه خبرې کوي. سيأتِي على الناسِ سنواتٌ خدّاعاتٌ؛ يُصدَّقُ فيها الكاذِبُ، ويُكذَّبُ فيها الصادِقُ، ويُؤتَمَنُ فيها الخائِنُ، ويخَوَّنُ فيها الأمينُ، وينطِقُ فيها الرُّويْبِضَةُ . قِيلَ : وما الرُّويْبِضةُ ؟ قال : الرجُلُ التّافِهُ يتَكلَّمُ في أمرِ العامةِ دا د حديث کلمات دي ، دا د صحیح حديث خبرې دي چې نن يوه يوه په سترګو وينو . #شاهد | REAB