دا چې د افغانستان او پاکستان تر منځ نظامي جګړه وشوه او بیا اوربند اعلان شو نو له هغې وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسما اقتصادي جګړه پیل شوه، چې ملا برادر رسما په ټولو سوداګرو د پاکستان سره راکړه ورکړه بنده کړله. تاریخي اقدام: د ا.ا.ا له لوري تاریخي اقدام، چې د پاکستان سره مکمل تجارت یې بند کړ. دا چې پاکستان هر کال د افغان سوداګرو مالونه په طورخم کې درول او هغه خرابیدل چې ورسره افغان سوداګر زیانمن کیدل، چې د دېپه بدل کې به له دې وروسته سوداګري بنده وي. چې په دې سره به پاکستان زیات زیان وګوري. ۱- د افغانستان سره د پاکستان واضح د دښمنۍ اعلان دی، چې پاکستان به د خپلې ناکامې پالیسۍ په اساس د افغانستان د سیاست په مخه نیولو کې ناکام وبلل شي. ۲- پاکستان به دا ویره ولري چې افغانستان او هندوستان رسما په جګړه کې د یو او بل سره ولاړ دي څه اقتصادي جګړه وي یا څه نظامي. ۳- پاکستان به د اسیا د اقتصادي څلور لارې چې افغانستان ګڼل کیږي، محروم وګڼل شي، او پاکستان هغه خرابه سوداګري چې افغانستان ته به یې ټیټه کوالټي وسایل واردول او زیاته ګټه به یې ترلاسه کوله، له دې وروسته به بند شي. ۴- پاکستان به د تاجکستان سره د سوداګري کولو لپاره هم زیات متظرر شي. | REAB