د یوې امریکایي مېرمني ویډیو د زرګونو خلکو ذهنونه د اسلام په اړه بدل کړل. دې مېرمني شاوخوا ۳۰ کلیساوو ته زنګ وواهه او ځان یې داسي وښود چي ګواکي یوه بې وزله مور ده او د خپل نوي زېږېدلي ماشوم لپاره پوډري شیدو ته اړتیا لري. حتی د ماشوم د ژړا غږ یې هم په ټلیفون کي په واورېد. خو یواځي دوه یا درې کلیساوي اماده سوې چي مرسته ورسره وکړي. له نورو یې د رد ځواب ترلاسه کړ. وروسته هغې د شارلټ له اسلامي مرکز سره اړیکه ونیوله. هغوی پرته له دې چي نوم یې وپوښتي یا دا وپوښتي چي د کوم دین پیروه ده، ډېر ژر مرستي ته چمتو سول. د دې مېرمني ویډیو په ټولنیزو شبکو کي ژر وایرل سوه او د اسلامي مرکز مهربانۍ د خلکو زړونه ولړزول. حتی ډېرو نندارچیانو ولیکل چي له دې ویډیو وروسته یې زړه سوی چېږي د اسلام په اړه ډېر معلومات تر لاسه کړي یا حتی مسلمانان سي. دا دی حقیقي اسلام — د مهربانۍ، سخاوت او انسان‌ دوستۍ دین.❤️ | REAB