*د وخت ارزښت او مدیریت!*
ليکنه: ايمن شمس
ما چې کله په اول ځل دغه کتاب وليد له نامه څخه یې راته داسې وبرېښېده چې دا به هم د کوم غربي ليکوال اثر وي، خو د ليکوال له نوم ليدلو او خاصتاً د سريزو له لوستلو وروسته مې فکر بلکل بدل شو.
زه له ډېره وخته په دې فکر کې وم، چې د وخت ارزښت او ورته موضوعاتو باندې مسلمانو لیکوالانو کمې ليکنې کړې او يا هم موږ ته په پرېمانه اندازه نه دي رارسېدلې.
له همدې کبله که موږ د وخت ارزښت، د موخو لرل، کړنلاره جوړول، د ژوند مدیریت،... او ورته موضوعاتو په اړه کتابونه لولو نو هغه به خامخا د غربي ليکوالانو او له غربي ژبو څخه راژباړل شوي کتابونه وي.
د وخت ارزښت په اسلام کې لوړ ځای لري، په ساتنه او ښه مصرف کولو يې ډېر ټينګار شوی دی، په دغه کتاب کې پورته ياد شوي ټول موضوعات راوړل شوي او د اسلامي مصادرو او علماوو په نظريو او افکارو مشتمل دی؛ له دې سره سره د زياتو اسلامي علماؤ د پېژندګلوی تر څنګ د هغوی د وخت ساتنې او مدیریت اړوند معلومات پکې راټول شوي دي.
ياد کتاب د ډاکتر صاحب حسيب الله سجاد له لوري د ښې روانې او خوږې ژباړې تر څنګ په ډېر لوړ کيفيت د چاپ په ګاڼه سمبال شوی دی، الله جل جلاله د ليکوال او ژباړن دواړو ته اجرونه ورکړي.
ليکنه: ايمن شمس | REAB