د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان ويلي چې د استانبول په وروستيو مذاکراتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې له سختو اختلافونو سره مخ شوې. نوموړي زياته کړه چې د خبرو اترو په يوه پړاو کې پاکستان داسې يوه غوښتنه وکړه چې د افغان لوري له لوري د سپکاوي او کبر نښه وبلل شوه، او هماغه مهال فضا تاوده شوه. اردوغان وويل، د ترکيې د منځګړيتوب هڅه دا وه چې دواړه هېوادونه يو بل ته د احترام په فضا کې خبرې وکړي، خو د پاکستان دا غوښتنه د افغان پلاوي غوسه راوپاروله.اردوغان زياته کړه چې د استانبول مذاکرات د سيمې د ثبات لپاره ډېر مهم وو، ځکه افغانستان او پاکستان دواړه د يو بل له امنيت سره تړلي دي. خو د پاکستان د پلاوي لخوا وړاندې شوې غوښتنه د خبرو فضا تر يو حده ګډه وډه کړه. د ترکيې ولسمشر د غوښتنې جزيات نه دي څرګند کړي، خو سرچينې وايي چې دا غوښتنه د افغانستان د داخلي چارو سره تړاو درلود. د ترکيې د ولسمشر په وينا، افغان پلاوي دا غوښتنه د ملي حاکميت خلاف وبلله او ويې ويل چې هېڅ بهرنی هېواد نشي کولای د افغانستان د امنيتي پاليسۍ په اړه پرېکړې وکړي. د افغان استازو له لوري دا څرګندونه وشوه چې افغانستان يو خپلواک هېواد دی او د خپلې خاورې او سياست واک يوازې د افغانانو په لاس کې دی. سرچينې وايي چې د پاکستان پلاوي غوښتنه دا وه چې افغان حکومت دې د پاکستان د غوښتنو له مخې په خپل سرحدي امنيت کې بدلون راولي، او د هغو ډلو پر ضد اقدامات وکړي چې اسلام‌اباد یې د ځان لپاره خطر ګڼي. خو افغان لوري دا خبره رد کړه او وويل چې د افغانستان خاوره د بل هېواد د فشار لاندې نه راځي. اردوغان وويل، د خبرو په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل درناوي موضوع ډېره مهمه ده، ځکه که دا اصل له منځه ولاړ شي، نو هېڅ ډول تفاهم امکان نه لري. هغه زياته کړه چې ترکيه هڅه کوي د منځګړي په توګه دواړه هېوادونه د اعتماد فضا ته راولي، خو دا کار وخت او زغم ته اړتيا لري. د استانبول غونډه، چې د سيمې د امنيت او همکارۍ لپاره جوړه شوې وه، د څو هېوادونو د استازو تر ګډون لاندې ترسره شوه. د افغانستان او پاکستان ترڅنګ د ايران، قطر، او چين استازو هم پکې ګډون کړی و. د دغې غونډې هدف دا و چې د افغانستان په اړه د سيمې هېوادونه يو ګډ دريځ خپل کړي. که څه هم خبرې د يو شمېر موضوعاتو په اړه مثبتې وې، خو د پاکستان د پلاوي غوښتنې دا ټول بهير تر پوښتنې ل | REAB