د پلارجان (مرحوم پیلوټ محمدامین) د وفات څخه نږدې ۱۸ کاله پوره شول. هغه وخت زه یوازې ۱۱ کلن وم، خو لا هم زما په زړه او ذهن کې د هغه د جدایۍ درد داسې تازه دی لکه پرون چې رانه جدا شوی وي. وخت په رښتیا ډېر په چټکۍ تېرېږي، خو د پلار نشتون هغه تشه ده چې هېڅکله نه ډکېږي.
پلار یوازې د کور مشر نه وي، بلکې هغه د کور ستن، د اولادونو سیوری او د ژوند لارښود وي. د هغه مینه، نصیحتونه او حضور داسې نعمتونه دي چې تر لاسه یې انسان ته د ژوند تر ټولو لویه سرمایه وي. کله چې دا نعمت له لاسه ولاړ شي، انسان د ژوند په هر پړاو کې د هغه تشه احساسوي.
خو له نېکه مرغه، زمونږ مور مونږ ته هم مور وه او هم پلار ده، هغې په ډېرې قربانۍ، مینې او زحمت سره موږ لوی کړي یو. الله تعالی دې زما پلار ته جنت الفردوس نصیب کړي، قبر دې ورته روښانه کړي او روح دې یې ښاد وي او مور ته مې اوږد او له روغتیا ډک عمر غواړم. آمین.
همدارنګه، له ښاغلي ډګروال شین ګل څخه چې د وخت له تکړه او قدرمن صاحب منصبانو څخه وه، د زړه له کومې مننه کوم چې د پلارجان یاد یې په دې ویډیو کې تازه کړ. | REAB