د نبي علیه السلام د هجرت لاره:
لاندي تصوير کي د رسول الله صلی الله عليه وسلم د هجرت کيسه په لنډو ټکو کي تشريح سوې ده.
- مکه مکرمه:
په انځور کي کعبه شريفه ښکاري، ددې مطلب دادئ چي هجرت د مکې مکرمې څخه پيل سوئ دئ.
- غار ثور:
نبي عليه السلام او ابوبکر الصديق رضي الله عنه په همدغه غار کي دمه کړې وه.
- د سمندر پر غاړه لاره:
نبي علیه السلام د معمول خلاف ساحلي او غرنۍ لاره انتخاب کړه تر څو د دښمن څخه خوندي وي.
- د أم معبد خېمه:
دلته د أم معبد په نوم د يوې ښځي سره مخ سول او د نبي علیه السلام يوه معجزه هم ښکاره سول.
- سراقه بن مالک:
سراقه د رسول الله صلی الله عليه وسلم په وژلو پسي راوتلئ و، خو هغه ناکام سو او وروسته يې اسلام قبول کړ.
- مسجد قباء:
کله چي نبي علیه السلام و قباء نومي سيمي ته ورسېدئ، هلته يې د قباء په نوم د مسجد بنسټ کښېښود.
- مدينه منوره:
دا د هجرت وروستی منزل و، همدلته د رسول الله صلی الله عليه وسلم هجرت پای ته ورسېدئ. | REAB