د کونړ زلزله ځپلو لپاره د قمر بنسټ لخوا جوړ شوي کورونه ګټې اخستنې ته وسپارل شوه!
قمر بنسټ د ١٢.٣ میلیونه افغانیو په ارزښت ٢٠ بابه کورونه د سیمیزو مسؤلینو، قومي مشرانو، سپین ګیرو او ځوانانو په شتون کې ګټې اخستنې ته وسپارل، چې هر کور د دوه خونو، یوې اشپزخانې، لوی دهلیز، دوه تشنابونو او یوې برنډې درلودونکي دی، دا کورونه د یو مسکلي انجنيرۍ ټیم په موجودیت کې مدیریت کېدل، چې د زلزلې مقاومت او د ټولو ساختماني شرایطو ته په کتلو سره په بنسټيز ډول رغول شوي.
ددې تر څنګ قمر بنسټ په کونړ کې د مرستو په دوام، د زلزله ځپلو لپاره به د ١٢ بابه نورو کورونو او یو ښکلي مسجد د جوړولو پرانسته هم وکړه.
قمر بنسټ ویاړي چې د کونړ زلزله ځپلو سره د لومړۍ ورځې څخه تر اوسه د ٤٢ میلیونه افغانیو په ارزښت مرستې ترسره کړي دي، په مختلفو مرستندویه برخو کې، د ټولو هغو بهرینو اسلامي سازمانونو او افغان مرستو کوونکو څخه مننه چې په قمر بنسټ باور لري او د یو ارتباطي پول په حیث یې ټاکلی دی.
قمر بنسټ تل چمتو ده، چې خپل ماموریت په ژمنتیا، اخلاص او پوره شفافیت سره ترسره کړي.
#قمر_بنسټ
#افغانستان #کنړ #زلزله #کور | REAB