د کندهار ولایت په میوند ولسوالي کې نن سهار (جمعه) په یوه ترافیکي پېښه کې اووه تنه مړه شوي دي. د کندهار د پولیسو ویاند ملا اسدالله جمشید رسنیو ته وویل، دا پېښه د میوند ولسوالۍ د توري په سیمه کې هغه مهال وشوه چې یو «فیلډر» موټر له یوه باروړونکي ټرېلر سره ټکر شو. | REAB