د ځان د احترام لپاره:
1. هغو خلکو پسې مه ګرځه چې ستا پروا نه کوي.
2. د محتاج انسان رول مه لوبوه.
3. له حده زیاتې خبرې مکوه.
4. که څوک ستا بې احترامي وکړي سمدلاسه ځواب ورکړه.
5. د خلکو په حجرو کې دومره خوراکونه مکوه څومره چې هغوی تا سره نه خوري.
6. هغو خلکو ته لږ تګ وکړه چې تاته ځواب نه درکوي.
7. په ځان پانګه وکړه او خپله خوشالي له ځان نه واخله.
8. په خلکو پسې بد ویل شکایت کول پرېږده.
9. د خبرې کولو نه مخکې فکر وکړه ځکه چې د خلکو په نظر کې80% ستا ارزښت ستا له خبرو نه جوړېږي.
10. خپل ظاهري شکل ته پام وکړه.
11. خپل وخت ته درناوی وکړه.
12. له داسې اړیکې ووځه چې پکې نه احترام وي نه قدر.
13. پر ځان مصرف وکړه. | REAB