د اختر د رخصتیو له پای ته رسېدو وروسته ټولو درنو زده‌ کوونکو او د هغوی محترمو والدینو ته خبر ورکول کېږي چې خپلو درسونو ته په عادي او منظم ډول دوام ورکړي. له قدرمنو والدینو نه هیله کوو چې د خپلو ماشومانو سره په ټولو برخو، په ځانګړي ډول د تعلیم په برخه کې فعاله همکاري وکړي. د بېلګې په توګه، هره شپه له خپلو ماشومانو د ورځني فعالیت پوښتنه وکړي، د سبا لپاره پلان ورسره ترتیب کړي، او د درسونو تکرار او تمرین ته یې وهڅوي. همدارنګه د ماشومانو د ملګرو په برخه کې په کور، کلي او بازارونو کې د هغوی چاپېریال ته هم پاملرنه وکړئ، څو په سالمه او اخلاقي فضا کې وده وکړي. د #انـلاين زدکړو او معلوماتو لپاره شميرې +93 70 10 47 6 48 WhatsApp/Telegram📱 +93 795 44 77 29 Telephone 📞 حافظ حمزه | REAB