ایا په نورماله توګه د حيض ناروغي درد لري؟ ددې پوښتنې په ځواب کې به لنډ ووايم چې هو مگر د کم وخت لپاره او په کمه اندازه درد. که چېرې تاسې د حیض د ناروغۍ پر مهال د رحم په برخه کې او یا د رحم په دواړه اړخونو کې شدید درد چې پړسوب وسره پیدا شي حتمن نږدې روغتيايي مركز ته لاړ شئ. که چیرته درد هره میاشت د حيض د راتلو څخه څو ساعته وړاندې پیل او په لومړۍ یا دوهمه ورځ پای ته رسیده نو دا نارمل خبره ده هیڅ اندیښنه مه کوئ ، په همدې وخت کې یوازې د درد ضد درمل لکه پراستامول تابليټ وخورئ هر انجلۍ یا مېرمن د حيض د راتلو وړاندې د رحم په برخه کې درد احساسوي او ددې سره سره د ټول بدن ضعيفتيا او بې حالي يې نښې دي چې دا دومره جدي خبره نده. د حیض د ناروغۍ پر مهال د بدن پړسوب د ناروغۍ نښه ده چې باید د یوې نسايي ولادي ډاکترې ته لاړي شي او معاينات تر سره کړي چې لامل يې څرگند شي. د حيض پر مهال د بدن پړسوب په بدن کې د هورمونونو د تغير له كبله، د ميکروبونو له كبله او نورو ډيرو سببونو له کبله رامنځته كيږي. تاسې هر يو بايد د حيض پر مهال د تریخ تروش ، مرچ ، اچار او نورو ورته څيزونو څخه پرهیز وکړئ. | REAB