اتحاد ته کار کيږي د خوست شمله د شمال تنکيو زلمو ته ورپسر کړل شوه، مينه ورکړل شوه، ګلونه پرې وشيندل شول، همدې ته اتحاد وايي او يووالي ته همداسې کار کيږي. کار هلته کيږي کله چې ژمن مشران ولرو، جنګ نه وي، د اتحاد په خير او برکت مشران پوهيږي او د همدې په ارزښت ولسونو ته وينا کوي. او له داسو موقع (چانس) سالمه ګټه اخلي. څه وخت مخکې شمال تر جنوب د قومي مشرانو تګ راتګ لړۍ پيل شوې وه چې مثبته تمامه شوه. کابل کې وستايل شول همداسې پکتيا او خوست ته فوټسال اولس کلنو لوبغاړي بلل شوي وو. په لومړي ځل ټول هيواد کې د يو بل منلو په خوشحالۍ او برياو مظاهرې کيږي، جشنونه نيول کيږي. د شمال وروڼه دې خوشحاليو حيران کړي. وطن دې همداسې متحد وي، شخصاً زه له دې حالت اغېزمن شوی يم او د الله ج ثنا صفت وايم. | REAB