اخلاق په درې ډوله دی ۱ ـ اخلاق حسنه، ۲ ـ اخلاق کریمه، ۳ ـ اخلاق عظیمه ۱ ـ اخلاق حسنه: دې ته وایي چې یو څوک نقصان در ورسوي، په هماغه اندازه غچ ترې واخلې په کومه اندازه چې نقصان درته رسېدلی دی ۲ ـ اخلاق کریمه: دې ته وایې چې یو څوک نقصان درته ورسوي، غچ ترې وانخلې او یوازې د الله تعالی د رضا لپاره یې معاف کړې ۳ ـ اخلاق عظیمه: دې ته وایي چې یو څوک نقصان درته ورسوي، د غچ د نه اخستلو سربېره ښه هم ورسره وکړې. یاالله ‎ﷻ وموږ ټولو ته اخلاق عظیمه رانصیب کړه کاپي | REAB