100 💯 thanks for 3غزل
څۀ نازک حالت او څۀ نازکه فیصله
پام کوه چې و نکړې چابکه فیصله
تا ته خو ټول کلي دی تویوړی واک درکړی
ته به نو بیا کله کړې ملکه فیصله؟
بیا بۀ د جیلم پۀ ښار کې ووینې لښکرې
یو ځل که تر سره شي اټکه فیصله
مه خوږوه زړونه د پېغور په تېره ژبه
دلته جرګې کړې ده هلکه فیصله
شخړې په خبرو حل کېدلای شي انسه
کله کله نه شي بې ټوپـکه فیصله
حافظ انس ح ق ا ن ي | REAB